IQNA

د پاکستان په  پيښور کې په جومات کې په زوروې چاودنې کې د سلګونو لمونځ ګوزارو وینه وبهول شوه

14:08 - March 04, 2022
د خبر لمبر: 3485488
تهران (ایکنا)- د پاکستان دخیبرپيختونخواه صوبې په پيښور کې د قیصه خوانئ بازار تر شاه په کوچه رسالدار کې په امامیه جومات کې د جمعې د لمانځه د اداکیدا په وخت زوروه  چاودنه شوې چې کابو 50 لمونځ ګوزار پکې شهیدان او څه دپاسه سل نور ټپیان شوي دي .

ایکناخبری اژانس د پاکستان د رسندویو له قوله راپور راکړ،دغه  چاودنه  په داسې حال کې شوې  چې مومنانو د خداي په جومات کې خپلې ټندې د خداي په درګاه کې په سجدې کې کيښودلې وې ، چې تور زړو  او وحشي ډوله جنایتکارو  په همدې وخت په جومات برید کړی او ورپسې ئې چاودنه کړې ، چې دوروستیو اطلاعاتو په اساس  پکې دماشومانو پشمول 50لمونځ ګوزار شهیدان او څه دپاسه 100نور ټپیانش وي دي چې وئيل کیږي ،ممکنه ده د شهیدانو شمیر نوره هم زیات شي .

وروستي راپورونه ښئ چې ټپيان  دقیصه خوانئ په خوا کې لیډي ریډینګ روغتون ته وړل شوي او په روغتون کې هم بیړنۍ حالت اعلان شوی دی ،البته دکوڅو د تنګوالي له امله په مرستندویه  چارو کې تر ډيره حده مشکلات هم رامینځةشوي دي .

ځينو عینی شاهدانو وئيلي دي چې دوو ځان مرګو هڅه کوله جومات ته ننوځي چې په پیل کې ئې هلته موجودو دوو پولیسو باندې ډزې وکړې  او له هغه وروسته جومات ته ننوتل ،خو ځينو نورو داهم ووئيل چې  یو کس له مخکې دجومات دننه موجود ؤ چې د ممبر په  خوا کې  ئې پر ځان پورې تړلي مواد وچاودول او دغه غمیزه ئې رامینځةکړه .

خو په عین حال کې د پاکستان چارواکی اکثره له دغسې حملو وروسته هغه دغه پيښې غندی خو بیا د ترهه ګرو د جرړه ویستلو لپاره جدی اقدامات نه ترسره کوی .د پاکستان لومړي وزیر ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو دخپل عادت په اساس دغه پيښه محکومه  کړې او وئيلي ئې دي چې جنایتکاربه وپيژني او سخته سزا به ورکړي .  

captcha